May 30, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • پاکستان نورو هیوادونو ته الوتنې پیلوي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل د دغه هیواد ټول بهرني الوتونه له بیګا شپې دولس (۱۲) بجې څخه له سره پیلیږي .

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند عبدالستار کهوکر پرون رسنیو ته وویل د دغه هیواد حکومت د خپلو ځمکنیو سرحدونو له تړلو او د کورونا ویروس د خپریدا د مدیریت لپاره د اورګاډو او د بسونو او ګاډو د تګ راتګ له محدودولو وروسته کابو دوه (۲) میاشتې مخکې له هیواد څخه بهر ته د تلونکو او هیواد ته د راتلونکو الوتکو ټول الوتونه لغو کړل .

په عین حال کښې له تیرې میاشتې راهسې د پاکستان چارواکو فیصله وکړه له خارجي هیوادونو څخه د خپلو ښاریزو د بیولو لپاره چې شمیر یې څه دپاسه یولک کسانو ته رسیږي څو هیوادونو ته ځانګړي الوتونه وکړي او یوازې د ځانګړیو الوتونو د راتلو او تلو اجازه یې ورکړي ده  .

د پاکستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي په هیواد کښې د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د خارجي او د داخلي الوتونو د لغو کیدا په دلیل دغه ادارې ته یوسل اولس (۱۱۷) میلیونه ډالره تاوان رسیدلی دی .

د پاکستان چارواکو په هیواد کښې د کورونا ویروس په چټکۍ سره خپریدل اندیښمونکي بللي دي .

په پاکستان کښې کورونا ویروس تراوسه دیارلس سوه شپږڅلویښت (۱۳۴۶)کسان وژلي او پینځه شپیته زره دوه سوه شپاړس  (۶۵۲۱۶) نور کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي هم دي چې ډیرې یې په سیند او پنجاب صوبو کښې دي .

 

ټیګونه

کمنټونه