Jun 01, 2020 06:33 Asia/Kabul
  • پاکستان د سود د ورکولو لپاره نور په میلیارډونو ډالر پور  اخلي

له دې مخکې هم دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف دبهرنیو پورونو په ورکولو کې د پآکستان وړاندیز منلی او دغه هیواد ته ئې اجازت ورکړی د کرونائي بحران له امله دې ورکونکي پورونه تر یوه کال پورې وځنډوي .

 فارس خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان  خزانې وزارت  وئیلی دي ،نیّت لري ، تر راتلونکي کال پورې د مخکینیو  اوپاتې پورونو د  ورکولو او د هیواد دبودجې  د تامینولو لپاره پنځلس میلیارډ ډالري پور واخلي  .

   ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، که  ا سلام اباد په دغه پور اخستلو بریالی شي ، نو  دا به د  پاکستان د تاریخ ترټولو ستر  پور اخستل وي .

 د تیرې میاشتې په لومړنیو کې  هم آئي ایم  ایف  پاکستان ته  یو میلیارډ  او درې سوه اتیا میلیون ډالري پور ورکړی  دی .

 له دې مخکې هم  دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف  دبهرنیو  پورونو په ورکولو کې د پآکستان وړاندیز  منلی   او دغه هیواد ته ئې  اجازت ورکړی د کرونائي بحران  له امله دې  ورکونکي پورونه تر یوه کال پورې وځنډوي . 

وئیل کیږي ، د پاکستان د اوسني حکومت  تر ټولو ستر چیلنج هغه اقتصادي مشکلات دي ، چې  د  کروناویروس د خوریدا په علت  نوره هم زیات شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه