Jun 14, 2020 05:53 Asia/Kabul
  • له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې هند د پاکستان وړاندیز رد کړ

نوي ډیلي په هندوستان کښې له کرونا وایرس له خپریدو سره د مقابلې په لړ کښې د اسلام آباد له تجربو د ګټه پورته کولو لپاره د پاکستان وړاندیز ونه منه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په دغه هیواد کښې له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره د پاکستان له تجربو د ګټه پورته کولو او د مرستې په هکله د دغه هیواد د وزیراعظم عمران د وړاندیز په غبرګون کښې وویل: په اسلام آباد باندې بهرني پورونه ډیر زیات دي او د پاکستان د حکومت لپاره به غوره دا وي چې له نورو هیوادونو سره د مرستې پر ځاې د خپلو پورونو د ستنولو کوشش وکړي.

د ویلو ده چې عمران خان تیره پنجشنبه دې ته په اشارې سره چې اسلام آباد په هندوستان کښې له کرونا سره د مقابلې او ورته د ماتې ورکولو لپاره نوې ډیلي ته د خپلو تجربو منتقلولو او ورسره مرستې ته تیار دی.

تر دې دمه په هندوستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر کابو ۳ لکه او ۱۰ زره تنه دی او کابو ۹ زره کسان هم په دغه وایرس د اخته کیدو په وجه مړه شوې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه