Jun 28, 2020 15:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان نواز مسلم ليګ د عمران خان د استعفاء غوښتنه وکړه

په پاکستان کښې د پېټرولو د بيې په زياتېدو سره د دغه هېواد د مسلم ليګ نواز څانګې مشرانو د وزيراعظم عمران خان د څنګته کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د جيو ټي وي چېنل د رپوټ له مخې د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول د نواز ليګ يو شمېر چارواکو پرون په پاکستان کښې د پېټرولو د بيې په زياتېدو باندې په اعتراضیه غونډه کښې په فوري توګه د عمران خان د استفعاء غوښتنه وکړه.

شاهد خاقان عباسي وويل؛خلق له يوې خوا د کورونا له بحران سره مخامخ دي او له بلې خوا د پاکستان ناسمه اقتصادي حالاتو پرې زيات دباو راوړے دے.

هغه زياته کړه، د پټرولو په يو لېټر کښې د څه د پاسه پينځويشت روپۍ په  زياتېدو سره د يولېټر بيه سلو روپو زياته شوې ده او د تېلو د بيې د زياتېدو اثر په نورو څيزونو هم شوے د ے او د کم درامده پرګنو لپاره يې مشکلات رامنځته کړي دي.

د پاکستان پخواني خارجه وزير خواجه آصف هم وويل، تحريک انصاف ګوند پکار دے ځان لپاره يو بل مشر وټاکي، ځکه چې عمران خان ضروي صلاحيت نه لري او پکار دے استعفاء ورکړي.

له بلې خوا د پاکستان د تېلو وزير  عمر ايوب د نواز ليګ د مشرانو د ادعا په ځواب کښې وويل، په نړيوالو بازارونو کښې د پېټرولو بيه يو سل دولس فيصده زياته شوې ده خو په پاکستان کښې په لېټر کښې تقريباً پينځويشت روپۍ اضافه شوې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه