Jul 02, 2020 05:09 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر او د امریکا استازي خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سلامشورې خبر ورکړ .

په دغه کتنې کښې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان په بدلونونو او په تیره بیا د هغو پرمختګونو په هکله چې تراوسه د سولې په بهیر کښې لاس ته راغلي دي بحث او غور وکړ .

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هیواد د خارجه وزارت قائم مقام سهیل محمود هم په دغه کتنې کښې ګډون درلود او د مرکچي ټیمونو د ټاکلو او د داخلي خبرو اترو د پیلولو لپاره د افغانستان د ډلو د چمتووالي هرکلی یې وکړ .

د پاکستان خارجه وزیر قریشي ټینګار وکړ د افغانستان د سولې بهیر حساس پړاو ته ورننوتلی دی او د بین الافغاني خبرو اترو مخ ته بیول په دغه هیواد کښې د پایداره ثبات او د سولې د ټینګیدا لپاره اصلي لاره ده .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ګیله کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال رپوټ پر حقایقو نه دی ولاړ، او په دې رپوټ کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان جدي هڅې او لاسته راوړنې له پامه غورځول شوې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه