Jul 03, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • د سولې په مذاکراتو کښې د برخه اخیستو لپاره د افغانستان د حکومت له چمتووالي څخه د پاکستان هرکلۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او افغانستان حکومت ترمینځه د سولې په مذاکراتو کښې د افغانستان د حکومت له چمتووالي څخه هرکلی وکړ او وې ویل چې دا خبرې به په هیواد کښې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.

شاه محمود قریشي پرون د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کښې وویل: دا خبرې به په دغه هیواد کښې د تلپاتې سولې، لارې هوارې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سوله کښې له هڅو څخه د اسلام اباد د ملاتړ په دوام باندې ټینګار سره وویل: پاکستان نړیوال، سیمه ایز او افغانستان د ګټې او د سیاسي کړکیچو سولیز حل لارې لپاره له کار کونکو او هڅه کونکو سره به تل یوځای پاتې کېږي.

تردې مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و چې له امریکا سره یې د هیواد همکاریو د اسلام آباد لپاره تل له زیان څخه پرته بل هیڅ نه دي لرلي او نور د افغانستان په جګړه کښې د مداخلې اراده نه لري.

 

ټیګونه

کمنټونه