Jul 08, 2020 04:43 Asia/Kabul
  • چین ، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه وکړه

زمونږ خبریال وايي د چین د پاکستان او د افغانستان د استازیو په درې اړخیزه غونډه کښې د افغانستان د سولې په بهیر غور او د نظر تبادله وشوه .

د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد پرون په کابل کښې خبري غونډې ته په وینا کښې وویل په دغه غونډې کښې چین او پاکستان د کابل د حکومتي عسکرو او د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا  د بهیر هرکلی وکړ او په طالبانو یې غږ وکړ چې د تاوتریخوالو په کمولو سره د افغانانو ترمینځ د خبرو اترو د پیلیدا زمینه برابره کړي .

ګران هیواد زیاته کړه په دغه غونډې کښې د دریو اړخیزو اړیکو د پراخولو ، د سولې د ټینګولو ، د امنیت د تامینولو ، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې کولو او له کورونا ویروس سره په مقابلې کولو غور وشو .

دغه  غونډه پرون د افغانستان د پاکستان او د چین د خارجه وزارت د مرستیالانو په ګډون سره د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه .

وړمه ورځ هم د کابل په کوربه توب د شلو(۲۰) هیوادونو او نړیوالو موسسو په ګډون سره د افغانستان د سولې په بهیر کښې د سیمه ییزې اجماع د رامینځته کولو په هدف سره یوه(۱) سیمه ییزه غونډه ترسره شوي وه .

 

ټیګونه

کمنټونه