Jul 11, 2020 17:58 Asia/Kabul
  • د کورمې  د شهیدانووینه  به حتما رنګ راوړي

بالیش خیلو اوسیدونکو په لسګونو کورنیو له خپلو بچیانو اوښځو سره خپل کلي پریښودلي او دسمیر عباس سیمې مخې ته ئې له پنځو ورځو راهسې اعتراضیه پرلتۍ وهلي دي او ګواښ ئې کړی تر څو چې د دوي غوښتنې پوره نشي له خپلو واړو واړو ماشومانو اوښځو سره به خپلو اعتراضیه پرلتۍ وهلو ته دوام ورکړي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې دکورمې ضلعې  د بالیش خیلو سیمې د شهیدانو  درنښت دستورې چې  دوه اونۍ  مخکې د پاړه څکمنیو په  حملوکې شهیدان شوي وو،دسمیر عبادس سیمې دسکول په ګراؤند کې د لسګونو زره خلکو په شتون سره ترسره شول .

Image Caption

 

  په دغو دستورو کې  د شهیدانود درنښت لپاره دقرآن کریم  تلاؤت وشو  اود غه راز د  کورمې دځوانانو د   صدای مظلومیّت نومې غورځنګ  یوه مشر شفیق احمد طوري پخپلې وینا کې ووئيل    د کورمې سیمه د شهیدانو او د قربانۍ ورکونکو ټاټوبی دی  او د خپلې خاورې د دفاع لپاره  ډول قربانیانو ته هماغه راز تیار یوو .

 شفیق طوري د صداي مظلومیّت غورځنګ د مشرانو مزمل آغا او شبیر ساجدي دپیغام په لوستلو سره  په ډ اګه کړې  دکورمې سیمې  ځاي حکومت ته  خبرداری ورکوو ، چې  د بالیش خیلو سیمې دشامیلاتو پشمول د کورمې د درستو مځکنیو شخړو حل دې د حکومتي نقشې کاغذات مال په وسیله حل کړي او که نه  نو ،د راتلونکو  هر ډول حالاتو زمه واري به د  پاکستان د  مرکزي ، صوبائي او ځاي حکومتونو او دپوځ پر افسرانو وي .  دوي دغه راز روښانه کړې ،  دپاکستان عدالتي ادارو هم غواړو چې  ددغې سیمې مظلوم ولس نور د  متعصبو او  پلوي کونکو ځاي  ادارو ظلمونه نشي زغملی پخپله دې عدالتي ادارې  لاس په کار شي او د ځاي  ادارو او ځاي واکوالانو په ضد دې  از خود نوټس واخلی او ددوي په ضد دې قانوني کاروائي وکړي  او که   داسې ونه شي ، نو په راتلونکی کې به د  هرډول حالاتو مسئولیّت د دوي په غاړې وي .

یاده دې وي چې د بالیش خیلو اوسیدونکو په لسګونو کورنیو له خپلو بچیانو اوښځو سره  خپل کلي پریښودلي او دسمیر عباس سیمې مخې ته ئې له پنځو ورځو راهسې اعتراضیه پرلتۍ وهلي دي او ګواښ ئې کړی تر څو  چې  د دوي غوښتنې پوره نشي له خپلو واړو واړو ماشومانو اوښځو سره به خپلو اعتراضیه پرلتۍ وهلو ته دوام ورکړي .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه