Aug 04, 2020 05:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم په یمن باندې د عربستان په بریدونو نیوکه وکړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یمن باندې د عربستان د حملو په دوام نیوکه کړې ده.

عمران خان الجزیره ټیلیویژني چینل ته په مرکه کښې په یمن باندې د سعودي عربستان د پوځ د بریدونو د دوام په غبرګون کښې وویل: په دغه هیواد کښې انساني غمیزه رامینځته شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم هم داشان د عربستان د بریدونو له امله د یمن ویرانیو ته په اشارې سره زیاته کړه: اسلام آباد په یمن باندې د دغو بریدونو او جنګ د ختمولو کوشش کوي.

عربستان د امریکې، اماراتو د ځینو نورو هیوادونو په مرستې او ملاتړ سره له ۲۰۱۵ کاله پر یمن پوځي تیری او د دغه هیواد سخته محاصره پیل کړې او تراوسه یې له شپاړسو زرو زیات یمنیان وژلي، لسګونه زره یې زخمي کړي او میلیونونه نور یې کډه په سر کړې دي.

خو د یمن د خلکو د مقاومت په برکت سعودي رژیم او انډیوالان یې تراوسه په دغه هیواد کښې خپلو موخو ته نه دي رسیدلې.

 

ټیګونه

کمنټونه