Aug 05, 2020 12:01 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې دکشمیر پر موضوع بیړنۍ غونډه  جوړه کړي

نن د هندي کشمیر سیمې د کورواکۍ د اختیاراتو دلغوه کیدا لومړنۍ کلیزه ده چې په دې اړه په درست کشمیر او پاکستان کې له کشمیریانو سره د پیوستو ورځ لمانځل کیږي .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان خارجه  وزیر شاه محمود قریشي  نن دملګروملتو امنیت شورا ته   دیوه لیک په لیږدولو سره  وئيلي دي ،دهندي پوځيانو په وسیله دهندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې تر ټولو لومړني انساني حقوق  چخڼي کیږي  او ددغې سیمې خلک په ترټولو سختو شرائطو کې  دي .

 دپاکستان  خارجه وزیر  په دغه لیک کې  ټينګار کړی ،هند درستې موافقې او یاددښتونه تر پښو لاندې کړي  او د کشمیر  د ځوانانو د قتل عام نوي څپه ئې  پيل کړې د ه.

شاه محمود قریشي وئيلي دي هندوستان  دکشمیر سیمې د نفوسي جوړښت په بدلولو او د قدرت په نه درلودونکي او بې دفاع لږکي  د سیمې د مسلمانانو په بدلولو پسې دی  او امنیت شورا باید سملاسي  په دې  موضوع غور وکړي.

    نن د هندي کشمیر سیمې د کورواکۍ د اختیاراتو  دلغوه کیدا لومړنۍ کلیزه ده چې په دې اړه په درست کشمیر او پاکستان کې له کشمیریانو سره د پیوستو ورځ لمانځل کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه