Aug 05, 2020 12:27 Asia/Kabul
  • د کشمیرشخړه دې په سوله ایزې او ډيپلوماټيک انداز حل شي

د پاکستان د نوي نقشې مخ کتنه په داسې حال کې ده چې نن د هندي کشمیر سیمې د کورواکۍ د ځانګړو اختیاراتو د لغوه کیدا لومړنۍ کلیزه هم ده ، په دې اړه په درست کشمیر او پاکستان کې د آزادۍ نغارې غږیږي او خلک له کشمیریانو سره خواخوږي اوپیوستون اعلانوي .

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن دغه هیواد دنوي سیاسی نقشې دمخ کتنې په دستورو کې چې   د هند او پاکستان ترمینځ دکشمیر بحرانی سیمه هم پکې ترسترګو کیږي ،  وئيلی دي ، دکشمیر موضوع  هیڅ پوځي حل لاره نه لري ،بلکې باید د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیکونو په  اساس حل شي .

 دپاکستان لومړي وزیر  د هندي کشمیر سیمې د خلکو  په ملاتړ سره  زیاته کړې ، ددغې سیمې خلک باید خپل  برخلیک پخپله وټاکي .

ټیګونه

کمنټونه