Aug 09, 2020 07:49 Asia/Kabul
  • پاکستان هم لبنان ته انساندوستانه مرستې ولیږلې

د پاکستان ولس او حکومت د بیروت بندر له چاودنې وروسته خپلې انساندوستانه مرستې د لبنان حکومت ته وسپارلې.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د پوځ یوه الوتکه پرون سهار د بیروت په هوايي ډګر کښیناستله او د امدادي او روغتیايي مرستو جوپه یې لبناني مسئولانو ته وسپارله.

په دغې جوپې کښې اته ټنه ضروري مواد په تیره بیا درمل شامل دي چې د لبنان خلک او د چاودنې د پيښې زخمیان ورته ضرورت لري.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم له خپل لبناني همرتبه شِربل وهبه Charbel Wehbe سره په ټیلیفوني خبرو کښې د بیروت د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ په ترڅ کښې د لبنان له خلکو سره مرستې ته د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه