Sep 20, 2020 05:22 Asia/Kabul
  • د ترهګرو خلاف عملیاتو کښې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په سپالګا سیمه کښې د ترهګرو خلاف عملیات ترسره شول.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په سپالګا سیمه کښې د ترهګرو خلاف عملیات ترسره شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په ځواب کښې ترهګرو هم پر دوي ډزې وکړې چې په کښې دوه پوځي ځواکونه ووژل شول.

د خبر له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې او پاکونې عملیات یې پيل کړي دي.

په یادو وژل شویو کسانو کښې یو حوالدار تاجبر علي او بل د راشد په نوم سپاهي شامل دي.

 

ټیګونه

کمنټونه