Sep 23, 2020 15:49 Asia/Kabul
  • په افغانستان او پاکستان کې د کروناخوریدابیا زیاته شوې

تر دې دمه په درست پاکستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر درې لکه اوه زره څلور سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی او په تیر شواروز کې په کرونا ککړو اتو کسانو هم خپل ژوند له لا سه ورکړی له تر دې دمه په هیواد کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم تر دې دمه کابو شپږ زره څلور سوه څلویښت تنو ته رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دافغانستان  د عامې روغتيا وزارت پخپلې نننۍ اعلامیې کې وئيلی دي ، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کرونا نور  ٤٩  ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د ککړو  کسانو شمېر  نهه دیرش زره یو سل پنځه څلویښت تنوته رسیدلی او  داهم وئیل کیږي چې په تیر شواروز کې په افغانستان  کې په کرونا دوو ککړو کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې  په دې سره  په افغانستان کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر یو زر څلور سوه شپږ څلویښت تنو ته زیات شوی دی .

 همداراز له اسلام اباده هم زمونږخبریال راپور راکړی ، په پاکستان کې  هم  که څه هم په تیرې یوې میاشتې کې  په دغه  هیواد کې په کرونادککړو او قربانیانو شمیر مخ په کمیدا ؤ خو  له پرون راهسې په د غه هیواد کې  دکرونا ویروس خوریدا په زیاتیدا  شوي   او وئیل کیږي ، چې په تیر شواروز کې  پنځه سوه دوه دیرش ککړکسان پيژندل شوي  او دغه راز تر دې دمه  په درست پاکستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر درې لکه اوه زره څلور سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی  او په تیر شواروز کې  په کرونا ککړو  اتو کسانو هم خپل ژوند له لا سه ورکړی له تر دې دمه په هیواد کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم تر دې دمه کابو شپږ زره څلور سوه څلویښت تنو ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه