Sep 24, 2020 05:45 Asia/Kabul
  • عبدالله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورځي

هغه زیاته کړې روانه جګړه او تاوتریخوالی هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او ټول افغانان یې په جدي توګه د ودرېدو غوښتونکي دي.

عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به اسلام اباد ته په یوه رسمي سفر لاړ شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس وايي، هیله لري چې په قطر کې د سولې روانې خبرې به په افغانستان کې د څو کلونو خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي وویل، د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې روانه جګړه او تاوتریخوالی هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او ټول افغانان یې په جدي توګه د ودرېدو غوښتونکي دي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، تمه لري چې د تاوتریخوالي دا کچه کمه او په هېواد کې یو بشردوستانه اوربند تامین او د سولې راتلو لپاره زمینه برابره شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس زیاته کړې، افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده او له ټولو هېوادونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

عبدالله پاکستان ته د سفر خبره وروسته تر هغه کړې چې څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عبدالله عبدالله سره ټیلفوني خبرې وکړې او پاکستان ته یې د ورتګ بلنه ورکړه.

ښاغلي عبدالله هم یاد هېواد ته د عمران خان بلنه ومنله او له نوموړي سره یې ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وروسته به په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه