Sep 27, 2020 07:37 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې له اسرائیلو سره د اړیکو په عادي کولو باندې اعتراضونه دوام لري

د پاکستان د پوهنتونونو استاذانو له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کول د فلسطین له ولس سره خیانت وباله.

د پاکستان د پوهنتونونو استاذانو له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کول د فلسطین له ولس سره خیانت وباله.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د لاهور پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو دوو استاذانو فاروق حسنات او زمرُد اعوان له صهیونیسټي رژیم سره د صلحې د طرحې لاسلیکونکي هیوادونه (متحده عرب امارات او بحرین) په فارس خلیج کښې زیانمنیدونکي حکومتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین د مسئلې له حلیدو پرته په لویدیځې آسیا کښې د صلحې او ثبات لپاره د اسرئیلو د نویو دوستانو خوب، یو عبث خیال دی.

فاروق حسنات صهیونیسټي رژیم له امریکې څخه د اقتصادي او پوځي مرستو ترټولو ستر ترلاسه کونکې وباله او زیاته یې کړه: امارات او بحرین هم د امریکې له مرستو پرته سخت کمزوري دي.

هم داشان زمرد اعوان وویل: له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کولو نه یوازې د ملګرو ملتو د ګڼو پریکړه لیکونو خلاف ورزي ده بلکې د یو خپلواکه فلسطیني هیواد د جوړولو په هکله په ۲۰۰۲ کال کښې د عربي صلحې موافقه یې هم ترپښو لاندې کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه