Sep 30, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • دافغانستان خلقو لپاره تر ټولو بده سناریو د جګړې دوام دے

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، پرون له غرمې وروسته د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ولیدل.

د ملي روغې جوړې عالي شورا دفتر په يوه خبرپاڼه کښې وويل چې په دغه لیدنه کښې، دواړو لورو د افغانستان د صلحې، په دغه هېواد کښې د قرارۍ ټينګېدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو تعلقاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د پاکستان وزیر اعظم د افغانستان د صلحې له بهیره د خپل هېواد هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې په افغانستان کښې د صلحې او امن له ټينګېدو سره به پاکستان ته ډېره ګټه اورسيږي: عمران خان وویل چې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي له کموالي او تلپاتې ډزبندۍ څخه ملاتړ کوي. هغه وویل چې د رسنیو له لارې يې لیدلي دي چې د  ډزبندۍ وړومبنے پړاو، څه ډول د افغانانو د خوشحالۍ سبب شوے ؤ. د افغانستان د خلقو لپاره تر ټولو بده سناریو د جګړې دوام دے.»

عبدالله عبدالله هم ویلي دي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د صلحې بهیر ته زیان رسوي:« افغانستان د صلحې بهیر بریا ته لازم هوډ لري او له مقابل لوري تمه لرو چې د جګړې د ختمولو او د صلحې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړي.»

 

عبدالله په داسې حال کښې پاکستان ته سفر کړے دے چې تقريباً ۲۰ ورځې کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب ډلې مذاکراتي پلاوي د صلحې رسمي مذاکراتو د شروع لپاره په دوحه کښې پر چنې وهلو سره بوخت دي.

که څه هم پاکستان تل د افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ او ملګرتيا تورن شوے دے، خو پاکستان دغه ادعاګانې رد کړې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه