Oct 23, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • د نواز شريف د ستنولو لپاره پاکستان برطانيې ته په سرکاري توګه خط ولېږۀ

د پاکستان حکومت برطانيې ته د يو خط په لېږلو سره د يو فراري مجرم په توګه د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ستنولو غوښتنه وکړه.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغه خط کښې د پاکستان حکومت د برطانيې له حکومته غوښتي دي چې له مالي فساد سره د مبارزې او اسلام آباد ته د نواز شريف د سپارلوپه اړه دې مرسته وکړي.

له دې مخکښې هم په پاکستان کښې ځينې فراري مجرمان لندن ته تښتېدلي او هم هلته کښې ژوند کوي.

برطانوي حکومت تر اوسه د دغو کسانو د ستنولو لپاره له پاکستان سره هيڅ ملګرتيا نه ده کړې او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې د مداخلت په بهانه د دغو کسانو له ستنولو يې ډډه کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه