Oct 27, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • عمران خان له فیس بکه د اسلامي ضده مطالبو د نه خپرولو غوښتنه وکړه

د پاکستان وزیراعظم د فیس بک ټولنیز ویب سایټ مدیر ته په یو لیک کښې د دغه سایټ له خوا د اسلام دښمنه او سپکو مطالبو په خپریدو د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې عمران خان، مارک زوکربرګ ته په یو لیک کښې وغوښتل لکه څنګه چې په ټولنیزو سایټونو کښې په هولوکاسټ پورې د اړوندو مطالبو خپریدل منع دي، له اسلامه په ویرونې او د دغه مبین دین خلاف په کرکې پورې اړونده مطالب دې هم ممنوع شي.

د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه: په نړۍ کښې د ودې په حال کښې اسلام دښمني به د تندلاریتوب او تشدد د زیاتیدو لامل شي.

عمران خان په دغه لیک کښې ولیکل: په خواشینۍ سره په فرانسه کښې یوځل بیا د اسلامي ارزښتونو او د پیغمبر اکرم د سپکاوي کونکو مطالبو خپریدل مجاز اعلان شوې دي چې دا چاره به د فرانسې د ټولنې د لازیاته دوه قطبي کیدو او په دغه هیواد کښې د مسلمانانو د څنډې کولو سبب شي.

هغه وړمه ورځ هم د رسول ا... مبارک په شان کښې د سپکاوي کونکو کاریکاټورونو د خپریدو په هکله د امانوئل مکرونو په وروستیو څرګندونو باندې په نیوکې سره ویلې وو: مکرون په اروپ او د نړۍ په نورو سیمو کښې د میلیونونو انسانانو احساسات ژوبل کړې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه