Nov 29, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • د ټرور د آمرانو او عاملانو د سزا حق محفوظ دی

د پاکستان لپاره د ایران سفیر وویل: د ایران د غوره ایټمي او دفاعي پوهاند د وژلې د عناصرو معلومول او سزا ورکول د نړیوالو قوانینو له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت روا حق دی

د پاکستان لپاره د ایران سفیر وویل: د ایران د غوره ایټمي او دفاعي پوهاند د وژلې د عناصرو معلومول او سزا ورکول د نړیوالو قوانینو له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت روا حق دی

د ایرنا د خبر له مخې سید محمد علي حسیني پرون د شهید محسن فخري زاده د وژلې په غبرګون کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له نړیوالو قوانینو سره سم، تیري ګرو ته سزا ورکوي.

حسیني پر خپل ټویټر لیکلي دي: ایران به د شهید فخري زاده د بزدلانه وژلې د اصلي عاملانو په پیژندنې او د نړیوالو قوانینو له مخې ورته د سزا ورکولو په لړ کښې له خپل روا حق څخه خامخا ګټه پورته کړي.

د ویلو ده چې د ایران ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده د تیرې جمعې په مازیګر د تهران ولایت د دماوند ولسوالۍ په آبسرد سیمه کښې په یوې ترهګرې حملې کښې شهید شو چې دغه بزدلانه کار ډیر نړیوال غبرګونونه راپارولې دي.

 

ټیګونه