Dec 03, 2020 08:00 Asia/Kabul
  • پاکستان په بین الافغاني خبرواترو کښې د پرمختګ هرکلې وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کښې د طالب ډلې او د افغان حکومت د پلاویو ترمینځ د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ایجنډا هرکلې وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کښې د طالب ډلې او د افغان حکومت د پلاویو ترمینځ د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ایجنډا هرکلې وکړ.

د پاکستان خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې په دوحه کښې د صلحې د مذاکراتو د لورو هوکړه یو مخ په وړاندې ګام او کامیابې فاینل نتیجې ته د رسیدو لپاره د طرفینو د ګډ هوډ بیانونکې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې له کورنیو خبرواترو د ملاتړ لپاره د خپل هیواد پر ژمنې باندې په ټینګار سره زیاته کړه: په افغانستان کښې هراړخیزه او سیاسي حل لاره د دغه هیواد د سوکالتیا، صلحې او پراختیا لپاره حقیقي لاره هواروي.

 

ټیګونه