Dec 04, 2020 15:05 Asia/Kabul
  • له ایران سره په ګډې پولې کې د ازغن تارلګول تر۳۰فی صدوپورې بشپړشوي

د ایران اوپاکستان سرحدي کرښه کابو نهه سوه نهه پنځوس کلومیټره ده چې دواړه هیوادونه له یوه بله جلاکوي .

 زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ د پاکستان دپوځ ویندوي جنرال بابد افتخار  نن په یولړټیلیویژني خبرو کې وئيلي دي ، ددغه هیواد پوځ   د ډیرو مشکلاتو او د ځینو سرحدي لارو له پيچلتیاؤ سره سره ،  له ایران سره دګډې پولې کابو دیرش فی صدي برخې کې ازغن باړ لګولی دی .

جنرال بابر افتخار  ددې خبرې په کولو سره چې  دپاکستان پوځ  له ایران سره په پولې کې د سردحدي امنتی دتامینولو او د قاچاق دستونزې ددرولولپاره  کلک هوډ لري ،هیله ښودلې ده ، د دواړو هیوادونو د ګډو پولو  دازغن تار ددیوال جوړل به تر ۲۰۲۱ کال پاي پورې  بشپړ شي .

  د ایران اوپاکستان سرحدي کرښه  کابو نهه سوه نهه پنځوس کلومیټره  ده چې  دواړه هیوادونه له یوه بله جلاکوي .

 تر دې دمه د پاکستان له خاورې  دسپاه  صحابه او جنګوي لښکر  پشمول دتکفیری ترهه ګرو ډلو جنایتکارو له پولې په تیریدا سره  دایران د اسلامی جمهوریت  په لسګونو پوله ساتونکي برمته او شهیدان کړي دي .

 

ټیګونه