Dec 04, 2020 15:21 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې له کرونا د نجات ورځ لمانځل کیږي

په وروستیو شپو ورځو کې یو ځل بیا په درست پاکستان کې د کروناویروس خوریدا زیاته شوې او و ئيل کیږي ،چې په پاکستان کې په تیر شواروز کې په کرونا ویروس کابو درې زره دوه سوه دوه شپیته کسان ککړ شوي او له دغې ناروغۍ ککړو ۵۵کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

فارس  خبري آژانس راپور ورکړی،  دپاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي  وئيلي دي ،نن دجمعې مبارکه ورځ په درست هیواد کې د  دد عا د ورځې په توګه په نظر کې نیول شوې ده  او درست ولس باید نن دخداي تعالی په درګاه کې  د کروناویروس  دخوریدا  په  و ړاندې د ژغورل کیدا  لپاره  دعاګانې کوي.

 عارف علوي همداراز  پر درستو خلکو غږ کړی ، چې  ددغې مرګوني ناروغۍ د خپریدو له ښکارندې سره د مقابلې لپاره دې  په بشپړ توګه   روغتیائي پروټوکولونه  او سوشل ډيسټنسینګ  باندې عمل وکړي څو ددغې  ناروغۍ دخوریدا مخنیوی وشي .

ټیګونه