Jan 15, 2021 16:43 Asia/Kabul
  •   دکرونائي بحران په دلیل په پاکستان کې ۲۶میلیون خلک بیروزګاره شول

داپه داسې حال کې دي چې له بهرو هیوادونو په تیره بیا له سعودي عرسبتان او متحده عربي اماراتو څخه د لسګونو زره پاکستانیانو بیرته ستنولو ددغه هیواد اقتصادي وضعیّت لازیات له خطرو سره مخامخ کړی دی .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ، د پاکستان د حکومت د  داحصایو مرکز  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،  څه دپاسه دیرش فی صدي هغه پاکستانیان چې  له هیواده په بهر کې په کار روزګار بوخت ؤ اوس بیکاره شوي او پاکستان ته بیرته ستانه شوي  دي .

 پاکستان چې له دې مخکې هم  له سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان شوی،اوس د کرونائي بحران له یوه کال تیریدا وروسته  ئې اقتصاد  ددغې خوریدونکي پنډيمې  یا ناروغۍ په وړاندې سخت تاواني شوی دی . 

 په پاکستان کې دکرونائي بحران اقتصادي پائيلې،ددغه هیواد د خلکو د۷۵ فی صدي عایداتود کیمدالامل شوي او په کرهڼیزو،ټرانسپورټي، کنسټرکشن او دنورو برخو په رغونې او جوړونې زمینو کې  ددغې ناروغۍ له امله  سخت تاوانونه زغملي دي .

داپه داسې حال کې دي چې  له بهرو هیوادونو په تیره بیا له سعودي عرسبتان او متحده عربي اماراتو څخه د لسګونو زره پاکستانیانو بیرته ستنولو  ددغه هیواد اقتصادي وضعیّت  لازیات  له خطرو سره مخامخ کړی دی .

 

ټیګونه