Jan 20, 2021 15:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان په فوځ په ترهه ګريزه حمله کښې پينځه تنه مړۀ او ژوبل شول

د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د دغه هېواد په فوځي ځواکونو د ترهه ګرو په حمله کښې دوه تنه مړۀ او درې هم ژوبل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د عامه تعلقاتو دفتر اعلان وکړ، ترهه ګرو نن له افغانستان د ګډې پولې سره نزدې په شمالي وزيرستان کښې په فوځي ځواکونو حملهووکړه چې په نتيجه کښې دوه فوځيان ووژل شول او درې تنه يې نور هم ژوبل شول.

که څه هم تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې د پاکستان حکومت د طالبانو تکفيري ډله د دغې حملې عامله بولي.

له هغه وخته چې د پاکستان يوې محکمې د لشکر طيبه ترهه ګرې ډلې مشر په پينځه کاله قېد محکوم کړ په دغه هېواد کښې ترهه ګريزې حملې زياتې شوې دي.

 

ټیګونه