Jan 24, 2021 07:42 Asia/Kabul
  • پاکستان او عراق دفاعي ملګرتیاوې زیاتوي

د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیره د عراق د دفاع وزیر په بلنه د دغه هیواد پلازمینې (بغداد) ته تلې ده

د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیره د عراق د دفاع وزیر په بلنه د دغه هیواد پلازمینې (بغداد) ته تلې ده

د پاکستان د دفاعي تولیداتو د وزارت په خبرپاڼه کښې راغلې دي چې میرمن زبیده جلال چې د پوځي ملګرتیاؤ د ژورتیا او د سیمه ایزو بدلونونو په هکله د صلاح مشورې په موخه عراق ته تلې ده، ټاکل شوې چې د دغه هیواد د دفاع وزیر په شمول ځینو جګپوړو چارواکو سره وګوري او په دې برخه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د زیاتولو په هکله خبرې اترې وکړي.

د پاکستان هوايي ځواک د ځواکونو او پایلټانو د روزنې په لړ کښې له عراق سره همکاري لري، له دې نه علاوه دواړو هیوادونو په عراق باندې د پاکستان د جوړو پوځي روزنیزو الوتکو د خرڅون لپاره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

 

ټیګونه