Jan 26, 2021 07:46 Asia/Kabul
  • د طالبانو یو جګپوړې غړی په پاکستان کښې ووژل شو

نامعلومو وسله والو په پاکستان کښې د افغانستان د طالبانو ډلې یو مهم غړی په ډزو وژلی دی.

نامعلومو وسله والو په پاکستان کښې د افغانستان د طالبانو ډلې یو مهم غړی په ډزو وژلی دی.

ایرنا خبري آژانس د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې نامعلومو وسله والو کسانو پرون ملا عبدالصمد تور د پیښور ښار سره نزدې وژلی دی.

خو د پاکستان رسمي چارواکو او د افغانستان طالبانو ډلې د دغه جګ پوړي طالب وژله لا نه ده تاییده کړې.

 

ټیګونه