Jan 26, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د ټرانسپورټي ملګرتیا پراختیا ضروري ده

په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د لارو او ارتباطاتو وزیر د ټرانسپورټ او سړکي ارتباطاتو په برخه کښې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په زیاتیدو باندې ټینګار کړی دی

په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د لارو او ارتباطاتو وزیر د ټرانسپورټ او سړکي ارتباطاتو په برخه کښې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په زیاتیدو باندې ټینګار کړی دی

سید محمد علي حسیني پرون له مراد سعید سره په کتنه کښې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د اړیکو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د اوسني حکومت د ژمنې په اهمیت ټینګار وکړ.

دواړو لورو په دغې کتنې کښې په اقتصادي او سوداګري برخه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د وروستي وضعیت په اړه د صلاح مشورو په ترڅ کښې، د ایران او پاکستان ترمینځ د سړکي ټرانسپورټ وروستی حالت هم وجاجوه.

 

ټیګونه