پاکستان کې د کرونا واکسین تطبیق به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي
Jan 28, 2021 13:07 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت ویلي چي تر راتلونکې اوونۍ پوري به د کرونا ضد واکسن د دغه هیواد طبي کارکوونکو ته ور ولګول شي.
د پاکستان د پلان او پرمختیایي چارو وزیر، اسد عمر چي د کرونا وایروس سره د مقابلې په کمپین څار کوي تېره ورځ په خپل ټویټر کې ددغې برنامې د پیل په اړه خبر ورکړی.
اسد عمر لیکلي: د واکسیناسیون سیستم چمتو شوی. په ټول هیواد کې به د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ په سلګونو مرکزونو کې پیل شي. انشاالله روغتیایي کارکوونکي به تر راتلونکې اونۍ پوري واکسن ته لاسرسي ولري.
چین وعده کړې چې د دغه هیواد سینوفارم په نوم شرکت کې د کرونا تولید شوي واکسن نږدې ۵۰۰ زره ډوزه به پاکستان ته په وړیا توګه ورکوي.
پاکستاني چارواکو هم منلې چې ددغه واکسین لومړۍ برخه به د شنبې په ورځ پاکستان ته ورسیږي.