Feb 26, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د عراق دفاع وزیر پاکستان ته لاړ

د عراق دفاع وزیر اسلام آباد ته په سفر کښې د پاکستان د پوځ له قومندان سره ملاقات کړی او په دفاعي او پوځي برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د ژورتیا په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د عراق دفاع وزیر اسلام آباد ته په سفر کښې د پاکستان د پوځ له قومندان سره ملاقات کړی او په دفاعي او پوځي برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د ژورتیا په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د سیمې وروستي مهم بدلولونه، امنیتي مسایل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د امنیت تامینول، د صلحې ټینګښت او د افغانستان د صلحې د مذاکراتو بهیر د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره د عراق د دفاع وزیر جمعه عناد سعدون د پروني ملاقات د بحث وړ مهم موضوعات وو.

دغه پاکستان جنرال د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د عراق د خلکو په سرشیندنو باندې په اعتراف سره وویل: اسلام آباد د عراق د پراختیا او دفاعي چارو په لړ کښې له دغه هیواد سره هرډول مرستې او ملګرتیا ته تیار دی.

پاکستان ته د عناد سعدون دا رسمي سفر، عراق ته د پاکستان د دفاعي تولیداتو د وزیر میرمن زبیده جلال له رسمي سفره یوه میاشت وروسته ترسره شو.

د پاکستان هوايي ځواک د ځواکونو او پایلټانو په روزنه کښې له عراق سره ملګرتیا لري، له دې نه علاوه دواړو هیوادونو په عراق باندې د پاکستان د جوړو پوځي روزنې د الوتکو د خرڅون یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

 

ټیګونه