Mar 09, 2021 12:16 Asia/Kabul
  • خلیلزاد او د پاکستان پوځي مشران د افغانستان د سولي په تړاو خبري کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې د دغه هېواد له پوځي مشرانو سره کتلي دي.

په همدې تړاو د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې هم ویل شوي چې د دوی تر منځ د افغانستان د سولې پر مساله او د سیمې پر امنیت خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ستایلی دی.

که څه هم تر اوسه خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د افغان رسنیو د راپور سره سم، خلیلزاد او د پاکستان د پوځي مشرانو تر منځ په افغانستان کې د نوي حکومت د تشکیل او د واک د وېش په تړاو هم بحثونه شوي دي.

امریکا په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو له مشرانو سره په افغانستان کې د نوي حکومت د تشکیل طرحه شریکه کړې ده.

دا په داسي حال کې دی چي د افغانستان د حکومت مشرانو بیا له دې طرحې سره په ښکاره خپل مخالفت څرګند کړي.

 

ټیګونه