Apr 13, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په پاکستان کښې د بې درکه شویو کسانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو د نامعلوم برخلیک باندې اعتراضونه د پلازمینې اسلام آباد په شمول مختلفو ښارونو کښې روان دي.

په پاکستان کښې د بې درکه شویو کسانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو د نامعلوم برخلیک باندې اعتراضونه د پلازمینې اسلام آباد په شمول مختلفو ښارونو کښې روان دي.

په ټول پاکستان کښې پرله پسې په لسمه ورځ د بې درکه شویو شیعیانو د ګډ اقدام له کمیټې د ملاتړ لپاره سمبولیکې پرلتۍ جاري دي.

معترضانو په دغو اعتراضي ناستو او پرلتیو کښې وویل چې اعتراض به یې د یادو کسانو د برخلیک تر معلومیدو دوام ولري او دا د دوي قانوني غوښتنه ده او له خپلو اصولي دریځونو به شاتګ ونه کړي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کلونو کښې په کراچۍ او اسلام آباد کښې ډیر شیعه ځوانان او شخصیتونه تښتول شوي دي او د برخلیک په هکله یې تراوسه هیڅ معلومات نشته.

 

ټیګونه