Apr 16, 2021 14:42 Asia/Kabul
  • عمران خان او اردوغان د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې

د پاکستان او ترکيې مشرانو په ټيلفوني تماس کښې د سيمې امنيتي حالات او په تېره بيا د صلحې د بين الافغاني خبرواترو وروستے حالت او له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو لپاره د امريکې فېصله وڅېړله.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د وزيراعظم دفتر بېګا د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغه هېواد له وزيراعظم عمران خان سره د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د ټيلفوني تماس خبر ورکړ او وې ويل: دواړو خواو د دواړو هېوادونو د دلچسپۍ  وړ موضوعاتو او د دوو اړخيزو ملګرتيا او تعلقاتو د پياوړتيا په باره کښې خبرې اترې وکړې.

په دغه بيانينه کښې راغلي دي د پاکستان وزيراعظم له افغانستانه د امريکې د پلان شوي وتلو نه مخکښې د افغانستان د بحران د سياسي هواري په اهميت تاکيد وکړ او وې ويل، اسلام آباد افغانستان د کورنيو خبرو اترو له شروع کولو څخه پوره ملاتړ کړے او دغه بهير يې اسان کړے دے.

عمران خان زياته کړه، بين الافغاني خبرو اترو يو تاريخي فرصت رامنځته کړے او افغان مشران پکار دے له دغه فرصته  يو سياسي، پراخه او هر اړخيز افق ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي.

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ مشر قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه په اسلام آباد کښې د امريکې د سفارت له شارډزفئر سره په کتنه کښې له افغانستانه د امريکاظي فوځيانو د وتلو لپاره د واشنګټن د فېصلې هرکلے وکړ.ټاکل شوې ده د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو غونډه د روان اپرېل په څلوريشتمه د ترکيې په استنبول ښار کښې جوړه شي.

 

ټیګونه