دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو نو ترپایه راسره مله ووسئ

********************

داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې دسورئې دحالاتوپه باب په یوې ناستې کې دګډون لپاره انګلستان ته تللی ، ددغه هیواد دپارلیمان دیوشمیر استاذو او دغه راز دسیاسی اواقتصادي او رسانئ فعالانو په ټول کې روښآنه کړې ، اروپائي هیوادونه باید په دې باب ضمانتونه ترلاسه کړي چې امریکا به له ایران سره دمعاملاتو په ترسره کولو کې هغوي نه محدودوي . هغه همداراز په چټم هاؤس کې هم پخپلې ویناکې ویلی دي ، امریکا دې له ایران سره دمعاملو لپاهر بهرنیو بانکونو ته ضمانت ورکړي

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په سورئې کې د دغه هیواد دپوځ او ولسی مبارز ځواک پّ لاس په نبل او الزهرا دوو ښارګیو په آزادونې کې ترهه ګرو ته سختو ګوزارونو اوتاوانونو ، دترهه ګرو دلودیځوالو اوځيني عربانو جبهه سره ګډه وډه کړې او په مقابل کې دسورئې دولس له پراخو خوشالیو اوولولې سره مخامخ شوي دي . له دې سره په یو وخت دسورئې پوځ دولسی ځواک په مرستې او ملګرتیا سره د درعا په جنوبی ولایت کې هم له ترهه ګرو سره له سختو نښتو وروسته دعثمان ښار کنټرول هم ترلاسه کړی دی او پرون ناوخته دحلب په شمالی سیمو کې هم په یولړ پاکونکو عملیاتو کې دسورئې پوځ درتبان ښارګی هم په بشپړ ډول له ترهه ګرو پاک کړی او کنټرول ئې ترلاسه کړی دی چې دغې چارې ترهه ګر او دهغوي ملاتړي لالهانده کړي دي . په داسې حال کې کې چې په جینیوا کې دسورئې دحکومتي لوري اونظام له استاذو سره دمخالفانو خبرې اترې هم اغیزمنې شوي او دترهه ګرو پلویانو ددغو خبرواترو له پریښودلو پرته بله چاره نه درلوده او پرنورو دتورونو لګولو ته ئې مخه کړې ده .

داروپا پارلیمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بحرین کې داعتراض کونکو ځپنه محکومه کړې او ددغه هیواد له پاچا ئې غوښتي دي دمخالفانو په تیره بیا دماشومانو له شکنجې ،کړولو اوپانسي کولو دې لاس واخلي .

دامریکا پينټاګان ویلی دي ، اټکلونه ددې ښودنه کوي چې په عراق او سورئې کې دترهه ګرو ډلو دفعالانو اوورانکارو شمیر کم شوی دی خو ددې په مقابل کې په لیبیا کې دترهه ګرو شمیر زیات شوی دی .

روئيټرز خبری آژانس په یوه وروستي راپور کې روښآنه کړې دعربستان دپيسو دارزښت کمیدا او ددغه هیواد دبجټ خساره په دغه هیواد کې دسیاسی بې ثباتۍ لامل کیدلی شي

دصهونیسټ رژيم لومړي وزير بین یامین نتن یاهو په نیواکي قدس کې په باب المعامود سیمې کې د درو فلسطینیو ځوانانو د شهادت غواړو مهمو عملیاتو په غبر ګون کې چې درې صهونیسټان ئې په نښه کړي ، په جنین سیمې کې ئې دقباطیه ښارګي دکلابندولو او په لودیځي غاړې کې دپراخو نیونو حکم صادر کړی دی .

دعراق ولسشمر فواد المعصوم خپل ولس ته ډاډ ورکړی چې عراق به هیڅکله هم ونه ویشل شي . هغه چې دعراق دکردستان وطن پالې ټولنې دوهم لمبر مهم شخصیت هم دی ، روښآنه کړې په متفق القول ډول دکردانو له خوا له عراقه دخپلواکۍ د اعلان لپارده دکردانو له خوا هیڅ ډول پروژه وجود نه لري ،ځکه داموضوع ډيری مشکلات په ځان پسې لري .

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې دعراق دکردستان کورواکه سیمې مشر مسعود بارزاني ویلی وو چې هیڅوک دکردانو دخپلواکۍ خنډ نشي کیدلی .

زیډ آئي ژورنال انټرنیټي سایټ په یوه راپور کې ویلی دي ، دامریکا یوه میلیارډر جارج سوروس دبشری حقوقو په دفاعي موسسې کې له ۲۰۰۱لومړی کاله تراوسه پورې څه دپاسه سل میلیون ډالري پانګونه کړې او دډيرو کارپيژاندو او کارپوهانو په وینا ددغو پانګونو موخه دهغو رژیمونو بې ثباته کول دي چې امریکا ئې نه تائيدوي .

= داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپل لومړي مخ ئې دایران او انلګستان دخارجه وزیرانو ستر عکس راخستی او په ترڅ کې ئې لیکلي دي ، دایران خارجه وزیر چې لندن ته تللی ، له انګریز خارجه وزیر فیلیپ هامونډ سره ئې مهم لیده کاته کړي او په دغې کتنې کې ټاکل شوې چې دایران او انګلستان په سفارتونو کې به تر یوې میاشتې پورې دویزو دصادریدو چارې هم پیل شي .

دایران داسلامی جمهوریت دمالی چارو وزیر علی طیب نیا چې دجاپان په یوه رسیمي سفر ټوکیو ته تللی په ټوکیو کې ئې ددغه هیواد شپیتو سترو اقتصادي اوتجارتي شرکتونو له استاذو سره دپانګونې او ددواړو لورو دتجروبو دمبادلې په باب مهمې فیصلې کړي دي

 دعراق په الانبار ولایت کې د دغه هیواد دوسله وال پوځ او ولسی مبارز ځواک په یولړپاکونکو عملیاتو کې په لسګونو داعشي ترهه ګرهلاک او دهغوي کابو پنځلس په سترو وسلو سنبال ګاډي هم تباه شوي او دغه راز دهغوي یوشمیر پټنځایونه اومرکزونه هم له مینځه تللي دي .

دافغانستان په ننګرهار ولایت کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو په توغندوي بریدونو کې کابو اولس وسله وال کسان وژل شوي دي ویل کیږي چې په دغو کسانو کې د داعش ترهه ګرې ډلې ځيني لوړپوړي قوماندانان هم هلاک شوي دي .

 دپاکستان په کرا چۍ کې دپي آئي اې هوائي شرکت په زرګونو کارکونکو کاربندیز کړی چې دڅومې ورځې لپاره ئې ددغه هیواد دبیلابیلو ښارونو په هوائي ډګرونو کې په زرګونو مسافران له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي او داپه داسې حال کې دي چې په دغه هیوا د کې دهوائي چلند نورو خصوصي شرکتونو له مسافرانو دیرش فی صده زیاتو کرایو اخستو غوښتنه کوي او دا حکومتي چارواکي دي چې تر دې دمه ئې دپي آئي اې حکومتي هوائي چلند له کاربندی کونکو ټولنو سره هیڅ ډول روغه جوړه کولو ته غاړه نه ده ایښې او ګواښ ئې کړی چې اعتراض کونکي ټول کارمندان به وشړي . چې دغې چارې حالات نوره هم پسې ترینګلي کړي د ي .

 دترکیې دهوائي ځواک جنګي الوتکو دعراق دقندیل غره هغه سیمې چې دترکیې دمخالف ځواک پي کې کې مرکزونه او پټنځایونه پکې دي ، بمباري کړي او ویل کیږي چې په لسګونو کسان پکې وژل شوي اوټپیان شوي دي .

= داهم قدس ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،

دتهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا...کاشاني دخطبو په دواکې روښآنه کړې ،دایران ملت به یوځّل بیا دسلواغې په دوه ویشتمې نیټې په ولولناک اوپرتمین میلیوني لاریون کې په پراخ ګډون سره اسلامی انقلاب یو ځل بیا بیمه کړي او نړیوال استکبار ته به یو ځل بیا وښئ چې دایران میړنی ملت هماغه شان خپلو آئيډیالونو او ارزښټونو ته دهماغو اوه دیرش کلونو مخکې په څير پابنده دي .

 دایران داسلامی جمهوریت دخراسان شمالی والي سید علی اکبر پرویزي په خراسان رضوي کې دپآکستان له کونسلر یاوّرعباس سره دهمفکرۍ په ناستې کېئ ویلی دي ، ددغه شان غونډو ترسره کیدا دپاکستان او دخراسان شمالی ولایت ترمینځ دتجارتي او اقتصادي ارتباطاتو زمینه برابریږي او همداراز دتجارتي پلاؤ په راشته دیرشه سره له پاکستان ګاونډي هیواد سره دتجارتي او اقتصادي مبادلاتو او اړیکو دپراخیتا او صادراتو دزیاتیدا په خاطر ددغه هیواد له سوداګرانو ا وتاجرانوسره اړیکې نوره هم پراخیدلی شي

دسعودي عربستان په ختیځي ولایتونو کې په زرګونو خلکو یو ځل بیا دخپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو او دسیاسی اصلاحاتو ترسره کیداپورې خپلو اعتراضونو او مظاهرو ته د دوام کلک هوډ کړی دی .

 دغې ورځپاڼې همداراز دبحرین د انقلابی ولس دپاڅون دکلیزې په مناسبت هم یوه مقاله لیکلې او په دوام کې ئې ویلی دي په بحرین کې د فرورۍ د څوارلسمې نیټې د انقلاب دپینځمې کلیزې په درشل کې ددغه هیواد په زرګونو ښاریزو د « ارادې جمعه» په نامه مظاهرو کې په ګډون سره په منامه کې د واکمن نظام د نسکورولو شعارونه ورکړي دي .

 په زرګونو بحرینیانو پرون د د جمعې له لمانځه وروسته په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې پّه مظاهرو سره د فرورۍ د څوارلسمې د پاڅون او انقلاب د هدفونو د تحقق په ضرورت ټینګار وکړی دی . بحریني ښاریزو د الوفاق جمعیت د عمومي منشي شیخ علی سلمان عکسونه په لاس کې اخستې وو او د بحرین رژیم له سیاستونوسره یې خپل مخالفت اعلان کړ.

د بحرین د انقلاب نورو ډلو هم پرون له خلکو غوښتي چې د انقلاب په کلیزې کې په کاربندیز او مدني نافرمانیو سره د آل خلیفه رژیم په ځپونکو سیاستونو خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړي.

 = اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخسي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو

(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو روځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د اسلام آباد څلور اړخیزې غونډې او د سولې د ټینګښت په اړه بېلابېلو نظرونو ته ځانګړي کړي دي

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د سولې په درېیمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې کوم څرک ښکاري؟

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې په اړه د اسلام آباد په نننۍ غونډه کې په دې بحث کیږي چې د سولې خبرې څنګه پيل شي او دا وضاحت به رامینځته کیږي چې د سولې په پروسه کې ښکیل هیوادونه څه مسئولیتونه لري

د سرمقالې لیکوال ویلي،داسې ښکاري چې د سولې داخبرې وخت ضایع کول دي او افغان حکومت او ولس ته بې ځایه هیلې ورکوي

د ورځپاڼې په باور، امریکا راتلونکی کال جګړې ته چمتوالی نیولی او پاکستان هم د یوه کرایي قاتل په توګه له امریکا سره مرسته کوي

افغانستان ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې افغانستان د سولې د ستراتیژۍ له نشتوالي سره مخامخ دی

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت خبرې په داسې حال کې کیږي چې امریکا، بریتانیا او جاپان د سولې پر عالي شورا خپلې مرستې بندې کړي دي

د سرمقالې لیکوال ویلي، د سولې شورا په تیرو څلو کلونو کې دومره ونه شوای کړی چې د سولې لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي او د دوست او دښمن تعریف واضح کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، کله چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې د افغانستان له پولو اوړي، نو د سولې شورا د کار دوام هیڅ نه شي توجیه کیدلی

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا لیکلي چې اسلام آباد نن د سولې په اړه د دریمې څلور اړخیزې غونډې کوربه دی، خو تراوسه له طالبانو سره د سولې د مستقیمو خبرو څرک نه معلومیږي

په مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدا... عبدا... په حواله لیکل شوي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل شي

د مطلب لیکوال ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پریکړه شااوخوا دوه میاشتې مخکې په اسلام آباد کې د آسیا زړه کانفرانس په څنډه کې شوې ده

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې په احتیاط ګام پورته کوي

په سرمقاله کې راغلي چې افغانان د سیمې د هر هیواد په پرتله زیات سولې ته اړتیا لري ځکه چې د تیرو څو لسیزو جنګ جګړو یې ژوند ډیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

 

Feb 06, 2016 12:18 Asia/Kabul