Jan 27, 2021 14:13 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۸-۱۱-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې ماسکو ته د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف سفر او د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره د وروستي ګډ کانفرنس په حوالې سره ليکلي دي: د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  تهران  د واشنګټن  په اپوټه جامعې  نړیوالې ایټمي موافقې ته پابند پاتې شوے، ووئيل ، د امریکا نوي حکومت تر دې دمه تشې خبرې کړې او  له خپلې خوا يې هیڅ ډول عملي ګام نه دے پورته کړے .هغه وويل، که امریکایان  خپل بندیزونه  او  د ایران  او دنیا  په اقتصادي اړیکو کې  لاسوهنې  ختمې کړي  او ایران يې کومه نتیجه وویني ،  نو په داسې وخت کښې به ایران هم خپلو درستو ژمنو ته بېرته وګرځي .

 جواد ظریف  په دوام کښې ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران او روسیې تعلقات دوستانه دي زیاته کړې ده،   ددغو  تعلقاتو عمر د امریکې له تاریخه لازیات دے.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د خارجه وزارت د وياند په نقل سره وليکل: د افغانستان صلح د ټولو ډلو د کردار په ادا کولو سره ممکنه ده.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت وياند سعیدخطیب زاده پرون ناوخته  په یولړ څرګندونو کښې  تهران ته د طالب ډلې د لوړرتبه پلاوي  دسفر مقصد، په افغانستان کښ ې  د صلحې دبهیر په باب  خبرې اترې بللي او وئيلي يې دي ، باثباته  افغانستان  او په دغه هیواد کښې د صلحې  او آرامښت پوره کیدل د ایران داسلامي جمهوریت  یوه ژوره او جدي غوښتنه ده .

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ډلې سیاسی پلاوی پرون سهار  تهران ته راغلی چې  د ایران دخارجه وزارت مسئولانو يې هرکلی وکړ .

------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د لوے درستیز جنرل عبدالرحيم موسوي له قوله وليکل: اقتدار ۹۹  نومي سترې مانورې د ایران عملیاتي مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل،

د ورځپاڼې د خبر له مخې هغه پرون د  ۹۹ اقتدار نومې فوځي مشقونو  د ترسره کیدو په باب  چې د جنورۍ په ۱۹  او ۲۰ نیټه  د مکران په سواحلو کښې ترسره شول،  ووئیل ،  د دغو فوځي مشقونو  یو مهم مقصد ،  د مانورې سیمې ته د هیواد له مختلفو سیمو  د ځواک  چټکه ځاے په ځاے کول  وو ، چې  د  هوائي  ځواک په مرستې سره  په بریالیتوب سره ترسره شوي دي .

د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې د روسيې د خارجه وزير له قوله وليکل:د فلسطين هوارے د ملګرو ملتو د امنيت شورا د پرېکړليکونو په بنياد پکار دے.

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف بیګا  د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کښې  چې د فلسطین په موضوع سره ترسره شوه ، ووئيل   د فلسطین موضوع هماغه شان د لویدیځي اېشيا او شمالی افریقا په ټولوموضوعاتو زيات اثرات کړي دي .

 د روسیې خارجه وزیر زیاته کړه ،د لویدیځي اېشيا  د صلحې د بهیر د دوام لپاره  وړومبنی ګام پکار  دے د ملګروملتو دامنیت د شورا په پریکړ لیکونو بیا تاکيد اوشي.

 لاؤروف تاکيد وکړ، د فلسطین موضوع د لاښو شپو ورځو په هیلې سره  نشي څنګته کېدې .

-----------

اوس به د پاکستان ځينو ورځپاڼو ته يوه کتنه وکړوو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو، دغې ورځپانې په خپل وړومبي مخ په شه سُرخۍ کښې ليکلي: د هند د جمهوريت د ورځې په موقع د دغه هېواد په لال قلا باندې سېکانو خپل بېرغ ورپوۀ، د خبر له مخې په دغه ورځ د هند په زرګونو کرونده ګرو نوي ډیلي ته د ټېکټرونو په وردننه کولو سره د خپل حکومت په خلاف سخت احتجاج وکړ، په دغه موقع د پوليسو او احتجاج کونکو ترمېنځ د نښتو په  نتيجه کښې يو کس ووژل  شو او په لسګونو نور ژوبل شول.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د هندترکنټرول لاندې کشمير کښې هم په دغه موقع عامه هړتال ؤ ټول دوکانونه او کاروبارونه بند وو، همدارنګ د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمير او د پاکستان په نورو سيمو کښې هم کشميریانو احتجاجي مظاهرې وکړې.

---------

د اسلام آباد چاب دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف، د دغه هېواد پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او د جمعيت علماء اسلام او حزب اختلاف مشر مولانا فضل الرحمان د عمران خان د حکومت په خلاف په خپلو کښې سره رابطې ټينګې کړي او په تېره بيا په پارلېمان کښې په عمران خان باندې د عدم اعتماد راوړلو باندې يې خبرې اترې او بحث کړے دے. د دغه خبر له مخې مولانا فضل الرحمان د عدم اعتماد له عملي کېدو څخه نااميدي څرګنده کړې ده.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل د سعودي پائتخت رياض سختو چاودنو ولړزوۀ، د خبر له مخې د دغه ښار په هوائي ډګر کښې د الوتونو په الوتلو بنديز ولګېد او امنيتي ځواکونه د تيارۍ په حال کښې راغلل.

دنيا ورځپاڼې همدارنګ د برطانوي رسنيو له قوله وليکل په دغه هېواد کښې د کورونا بيماري په زياتېدو ده او له امله يې د مړو شمېر له يولکو نه واوړېدۀ، په امريکه کښې هم د مړو شمېر له څلور لکه دوه دېرش زرو نه زيات شوے او په انډونېشیا کښې هم ترلسو لکو پورې خلق په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

-------

اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې هشت صبح ورځپاڼې د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په نه کاميابۍ د اندېښنې په څرګندولو سره وليکل: په داسې حال کې چې د صلحې دویم پړاو مذاکراتو له پیل څخه شل ورځې تېرېږي خو د دولت او طالبانو د مرکچيانو تر منځ خبرې نه دي پیل شوي.

--------

مسير ورځپاڼې بیا د افغانستان د  صلحې په خبرو کښې د ځنډ راتلو وجه په دې باب د امريکې ارزونه بيان کړې او ليکلي يې دي چې خلیلزاد د خپل ماموریت د دوام لپاره کومه واضح تګلاره نه ده تر لاسه کړې، نو ځکه په دوحه کې د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

وړاندې راغلي، اوس چې ټاکل شوې په دریو اونیو کې دا هوکړه بیا و ارزول شي، نو درې اونۍ به نور هم همدا سوړ حالت وي.

لیکوال دا ټینګار هم کوي، چې پکار ده دواړه اړخونه د سولې لپاره واقعي هڅې وکړي.

------

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان او امريکا په اړيکو کې د نوي باب پرانیستل کېدو خبره کړې لیکلي، چې په دې برخه کې د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې افغانستان ته ډاډ ورکړی او د دغو اړيکو د نوي باب د پرانيستلو لپاره جامع طرحه جوړه شوې ده.

په ليکنه کښې راغلي چې د صلحې د تړون يوه  ژمنه هم نه ده عملي شوې او طالبانو بریدونو او هدفي وژنو ته دوام ورکړے چې په کور دننه او په نړيواله کچه اندېښنې را ولاړې کړې دي.

د لیکوال په وینا، دا ځل به د ترهګرۍ پر مراکزنو نړيواله مبارزه سخت تمرکز وکړي، ځکه دا پديده د افغانستان سوله ګواښي، چې ورسره سيمه او نړۍ هم له خطر سره مخ ده.

ورځپاڼې لیکلي له دې ټولو سره سره مهمه دا ده، چې بايد د سولې لپاره هڅې ژر پايله ورکړي، ځکه په خبره یې واک ته د رسېدو يوازنۍ لاره سياست او د ولس باور تر لاسه کول دي.

-------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې بيا په يوه ليکنه کښې راغلي دي:

دافغانستان ولسي جرګې ويلي دي د افغانستان تر ټولو ارزښتناکه خزانه د تالان او قاچاق له ګواښ سره مخ ده.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او ځینو نورو وکیلانو نن د عمومي غونډې په مهال پر دې اندېښنه څرګنده کړې ده چې د افغانستان د پولي واحد افغانیو ملاتړې خزانه د طلا تپې سره زر د لوټ تالان او بهر ته دقاچاق له ګواښ سر مخ ده. رحماني ویلي، د باختر خزانه د نړۍ د ۱۳ هیوادونو په ۲۴ موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوې، له ۳۱۴ میلیونه افغانۍ عاید یې هم ترلاسه کړی، خو اوس دغه ملي خزانه له ۳۱۴ میلیونه افغانیو سره بیرته هیواد ته رالیږل شوې، د هغه په وینا چې خوندي نه بلل کیږي. د یادونې وړ ده چې یاده خزانه د شبرغان ښار شمال لوري ته د طلا تپې په سیمه کې پیدا شوې وه چې د کوشانیانو په دوره پورې اړونده ده.

------

 

ټیګونه