• اروپایان دې له امریکائي بندیزونو اغیزمن نشي

    Sep 29, 2020 15:46

    د اسلامی ایران ولسمشر له اروپائي هیوادونو سره د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د مقابلې په زمینې کې د ملګرتیا لپاره د تهران د دلچسپۍ په څرګندولو سره ووئيل په دغه ډګر کې دتجروبو په مبادلې سره له کرونائي بحران سره دمقابلې او په نړیوال ډګر کې ئې له کنټرولولو سره مبارزه کیدلی شي .

  • د ايران په خلاف د اروپائي اتحاديې بيانيه؛ د لويديځ د بشري حقوقو د دوه رنګۍ تکرار

    Sep 26, 2020 15:11

    د ايران په خلاف د لويديځ د بشري حقوقو ادعاګانې په داسې حال کښې دوام لري چې امريکه او فرانسې او برطانيې په شان يو شمېر اروپائي هېوادونه خپله د بشري حقوقو د خلاف ورزي کونکو د لېسټ په سر کښې شتون لري.

  • لویدیځ هیوادونه له بشري حقوقو سیاسي استفاده کوي

    Sep 26, 2020 03:37

    زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د اروپايي اتحادیې د تهران ضد بیانیې ته په غبرګون کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه د بشري حقوقو له مفهوم څخه د هغوې د سیاسي استفادې او د صداقت د نشتوالي نښه وبلله .

  • د ایران د اټومي موافقې ساتل ضروري دي

    Sep 26, 2020 04:35

    فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل د ایران له اټومي موافقې د اروپايي اتحادیې په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ.

  • امنیت شورا ته د اروپائي ټرائيکا لیک او د امریکا د ادعا ردول

    Sep 19, 2020 14:38

    اروپائي ټریائيکا یعني جرمني ،فرانسې اوا نګلستان چې د ۴+۱ډلې غړي هیوادونه دي،امنیت شورا ته دیوه لیک په استولو سره ئې روښانه کړې ده، د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو ځنډیدا به ،چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پرې جوړجاړی راغلی ، دستمبر له شلمې نیټې وروسته اجرا شي.

  • اروپائي اتحادیه د نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیا ؤ ته پابنده ده

    Sep 16, 2020 06:44

    اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د غیر قانوني وتلو وروسته ژمنه کړې وه چې دایران د اقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه ساتي ، خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو لپاره ورکړل شوي ژمنې په یوه مورد کې هم نه دي عملی کړي چې دغې چارې د اروپائي اتحادئې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستي ده .

  • بریتانیا او اروپايي اتحادیه غونډه کوي

    Sep 10, 2020 11:50

    زمونږ خبریال وايي د برګزیټ په هکله د اروپایي اتحادیې او د بریتانیا اتمه (۸) غونډه به د سپتمبر د میاشتې له پینځلسمې (۱۵) تر اوولسمي (۱۷) نیټې پورې ترسره شي .

  • د ایران خلک به د امریکې بدماشۍ ته تسلیم نه شي

    Sep 08, 2020 05:23

    د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران خلاف د امریکې ظالبمانه او ناعادلانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایران خلک به د یو قدرت د بدماشۍ او زورورۍ په وړاندې تسلیم نه شي.

  • پاکستان په اروپا کښې اسلام ضده اقدامات وغندل

    Aug 31, 2020 10:39

    ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري په ځینو اروپايي هیوادونو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو د نوي څپې په هکله خبرداری ورکړ.

  • نړیواله ټولنه د ایران او آژانس د موافقې تود هرکلی کوي   

    Aug 28, 2020 05:10

     دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي  وړمه ورځ تهران ته په دوه ورځني سفر راغلی او د ایران له لوړپوړو چارواکو سره پّ لیدوکاتو کې ئې  له اسلامی ایران سره  د  ځيني موافقې کړي دي چې د نړیوالې ټولنې له  تاودۀ هرکلی سره مخ شوي  او داسې ښکاري چې   امریکائي چارواکي ئې یو ځل بیا لالهانده کړي او لاره ترې  ورکه شوې ده .