• نړیواله ټولنه د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو سره مقابله وکړي

    Dec 02, 2020 04:31

    ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په یوه(۱) پیغام کښې نړیواله ټولنه د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم له اقداماتو سره مقابلې ته وروبلله .

  • دښمن د ایران پرضد هدفونو کښې ناکامه شوی دی

    Dec 01, 2020 14:56

    زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست ماتي ته په اشارې سره وویل دښمن د ایران د اقتصاد په درولو کښې خپل هدف ته په نه رسیدا غوسه دی .

  • ایران د سیمې او نړۍ اړتیاوې په ارزانه پوره کولې شي

    Nov 26, 2020 17:36

    د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران انرجۍ ته د سیمې او حتی د نړۍ ضرورتونه په ځینو مواردو کښې لا په ارزانه او اسانه تامینولې شي.

  • ایران له عربو هیوادونو سره وروګلویزې اړیکې غواړي

    Nov 26, 2020 04:06

    زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټیلي فوني تماس کښې د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او مخ په ودې وبللې او ټینګار یې وکړ د ایران د اسلامي جموریت اراده د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره وروګلویزې اړیکې ، تفاهم او خبرې اترې دي .

  • پر ایران زیاتره دباؤ د امریکا د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي

    Nov 14, 2020 05:54

    آبرامز مدعی شوی ، د جوزف بایډن په حکومت کې به هم دایران په ضد دبندیزونو دباؤ دوام وکړي ، حتی که دمنتخب ولسمشر ژمنتیا وکړي ، چې ا مریکا له ایران سره ایټمی نړیوالې موافقې ته بیرته ورګرځي .

  • ايران د شانګهائي د غړيو بېخ بنائي ضرورتونه پوره کولې شي

    Nov 10, 2020 17:41

    د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ښۀ ګاونډيتوب په پياوړتيا، د اعتماد په رامنځته کولو او له ګاونډيانو سره په خبرو اترو کښې د تهران اصولي سياست ته په اشارې سره وويل: ايران د اېشيا په لويديځ کښې د يوې مواصلاتي لوې لارې په توګه د سيمې او د شانګهائي تنظيم د غړيو هېوادونو د زياترو بېخ بنائي ضرورتونو د پوره کولو توان لري.

  • روحانی:د امریکا راتلونکې حکومت دي قانون ته تسلیم شی

    Nov 07, 2020 13:59

    ښاغلی روحانی د سپینې ماڼۍ د واکوالانو د اقتصادی ترهه ګرۍ په وړاندې د ایرانی ملت له بی ساری مقاومت او دریدا د قدرونې په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چی بایکاټ کونکی متوجه شوی وی چی په هیڅ توګه به خپلو هدفونو ته ونه رسی او له دغې تجروبې په درس اخیستلو سره قانون ته تسلیم او خپلو ټولو ژمنو ته ستنه شی .

  • د ایران لپاره مهمه نه ده په امریکا کې څه تیریږي

    Nov 04, 2020 14:18

    ډاکټر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې مځکنۍ بشپړتیا، د سیمې د ملتونو حق دی ووئيل،ایران د ډيپلوماسۍ او غیر پوځي لارې د قره باغ دشخړې دحل غوښتونکی دی .

  • لويديځوال دې د مسلمانانو په کورنيو چارو کښې له مداخلته لاس واخلي

    Oct 28, 2020 14:58

    د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، لويديځ، اروپا او فرانسه که په رښتيا په بشري ټولنه کښې د صلحې، ورورولۍ، صلحې او امنيت په تکل کښې دي نو پکار دے د مسلمانانو په کورنيو چارو کښې له مداخلته لاس واخلي.

  • ایران له کرونا سره په مقابلې کې په ځان بسیا دی

    Oct 24, 2020 16:45

    ډاکټر روحاڼي روښانه کړې ده ، نور هیوادونه له ایران سره حتی ، له بشری حقوقو، روغتیائی چارو او د انسانانو دژوند په ژغورنې اودرملنې کې مرسته او ملګرتیا نه کوي ،که څه ډنډورې ئې وهي .