Jul 30, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • د هندوستان دغه ښاریز ۳۰۰ ورځې ویده وي

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په راجستان صوبې کښې دوه څلویښت (۴۲) کلن سړی پرکها رام په یوې (۱) داسې عجیبه ناروغۍ اخته دی کومه چې په میلیارډونو کسانو کښې یوازې یو(۱) کس ته لګیږي .

تراوسه  به په ټوله دنیا کښې د هندوستان د دغه ښاریز پرکها رام په شان یوازې اوه (۷) ناروغان  وي .

د هندوستان ښاریز پرکها رام د کال په درې سوه پینځه شپيتو (۳۶۵) ورځو کښې کابو درې سوه (۳۰۰) ورځې ویده وي .

درویشت (۲۳) کاله مخکې معلومه شوي وه چې پرکها رام په دغه ناروغۍ ککړ دی او دغه سړی چې کله د ویده کیدا لپاره ځي نو  له شلو (۲۰) تر پینځویشتو (۲۵) ورځو پورې په پرله پسې ډول ویده وي او په دغو پینځویشتو (۲۵) ورځو کښې له خوبه پاڅیدل د هغه لپاره ډير مشکل وي .

د دغه ناروغۍ په نښو نښانو کښې سخت سر درد او ستړیا شامله ده .

دغه ناروغۍ په بنیادي ډول یوه (۱) رواني ناروغۍ ده خو په ځینو موردونو کښې دغه ناروغۍ په اعصابو کښې د ټیومر د جوړید یا د ضربې د خوړلو له کبله هم رامینځته کیږي .

د هندوستان دغه ښاریز او د هغه کورنۍ هیله منه ده چې د دغه ناروغۍ درملنه پیدا شي او د نوموړي ژوند عادي حالت ته ورستون شي .

ډاکټران وايي چې د دغه ناروغۍ درملنه هغه وخت امکان لري چې بنیادي وجه یې معلومه شي .

 

ټیګونه