Sep 25, 2021 14:47 Asia/Kabul
  • د کورونا منحوس ویروس تر راتلونکي کال پورې ختمیدلی شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د درملو د جوړونکي شرکت موډرنا (Moderna) مدیر عامل اسټینف بینسل ویلي دي چې کورونا ساري ناروغۍ تر راتلونکي میلادي کال (۲۰۲۲) پورې ختمیدلی شي .

هغه د کورونا ساري ناروغۍ د ختمیدا په هکله د خپل نظر په څرګندولو سره وویل د کورونا ضد واکسینونونو د تولید په زیاتیدا سره په یوه (۱) کال کښې دغه منحوس ویروس ختمیدلی شي .

د امریکا د درملو د جوړولو د شرکت موډرنا عامل مدیر اسټینف بینسل  زیاته کړه د کورونا ضد د واکسینونو د تولید په زیاتیدا سره به دغه خبره یقیني شي چې د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال تر نیمايي پورې به د نړۍ ټولو نفوسو ته واکسین ووهل شي .

هغه د حالاتو تر کنټرول لاندې د راتلو په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل زه فکر کوم چې په یوه (۱) کال کښې به حالات کنټرول شي .

 

ټیګونه