Sep 30, 2020 11:29 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د سړیو جنسي قوت ته تاوان رسوي

زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس د سړیو د جنسي قوت ترټولو ستر دښمن دی او سائینس پوهانو په نوي تحقیق کښې سړیو ته خبرداری ورکړی دی .

ډیرو تحقیقاتو دغه خبره کړي ده چې کورونا ویروس د ښځو په نسبت د سړیو لپاره دوه (۲) برابره خطرناک ثابتیږي .

اوس په یوه (۱) نوي تحقیق کښې د ترکیې سائینس پوهانو د دغه کار ممکنه وجه هم ښودلي ده .

د ترکیې د میرسین پوهنتون محققانو  په خپل تحقیق کښې ویلي دي چې کورونا ویروس د سړیو تر ټولو ستر دښمن دی ځکه چې په سړیو کښې مردانه هارمون ټیسټو سیټیرون (Testosterone) شته او سائینس پوهان وايي چې کورونا ویروس د سړیو مردانه هارمون ټیسټو سیټرون  خپل خواړه ګرځوي او  کورونا ویروس  په چټکۍ سره ځان ته وده ورکوي .

څرنګه چې په سړیو کښې ټیسټو سیټرون هارمون په زیاته اندازه کښې وي او ځکه خو کورونا ویروس په چټکۍ سره ځان ته وده ورکوي او ډیره زوروه حمله کوي .

د ترکیې سائینس پوهانو وویل کورونا ویروس د سړیو د مردانه هارمون ټیسټو سیټرون په کارولو سره د سړیو د بدن نظام کمزوری کوي او دغه ویروس ته بیا د سړیو د بدن د غړیو له کاره غورځول اسانیږي .

د ترکیې سائنیس پوهانو په خپل تحقیق کښې داسې سړي هم معلوم کړي دي چې په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه یې خپل جنسي تحریک په کامل ډول له مینځه تللی دی  .

کله چې د ترکیې سائینس پوهانو د کورونا ویروس په ککړو کسانو کښې د ټیسټو سیټرون هارمون اندازه چیک کړه نو دغه اندازه ډیره کمه وه .

په دغه تحقیق کښې یوپنځوس (۵۱) فیصده ګډون کونکي داسې کسان هم وو چې په بدن کښې یې د کورونا ویروس له شتون وروسته په مناسب مقدار کښې د ټیسټو سیټرون هارمون تولیدول بندي کړي وو .

 

ټیګونه

کمنټونه