Oct 15, 2020 15:27 Asia/Kabul
  • څلور عادتونه د انسان روغتیا ته تاوان رسوي

زمونږ خبریال وايي مونږ په خپل ژوند کښې ځینې داسې عادتونه خپل کړي دي چې په ظاهره خطرناک نه دي خو هغه یو نه یو ډول زمونږ صحت ته تاوان رسوي .

اوس به مونږ دغه عادتونه بیان کړو کوم چې د صحت د خرابیدا سبب کیږي .

()

د ناشتې نه کول :-

ناشته د ورځې مهم خواړه ګڼل کیږي او د ناشتې نه کول بدې پایلې لرلی شي .

د ناشتې نه کولو په وجه د انسان وزن زیاتیږي او په وینې کښې د خوږوالي اندازه ډیریږي  .

دغه راز د ناشتې نه کول د میټابولیزم د سست کیدا سبب کیږي چې له کبله یې د انسان اشتها زیاتیږي یعني زیات خوراک ته یې زړه کيږي او دغه راز وزن زیاتیږي .

()

د موبایل ټیلي فونونو پرله پسې کارول :-

د ټیکس نیک سینډروم په نوم د یوې (۱) ناروغۍ په هکله نن سبا ډیرې خبرې کیږي چې له کبله یې تاسو ته په پرله پسې ډول تاوان رسیدلی شي .

د خپلو موبائیل ټیلي فونو د لیدو لپاره مونږ  چې په کوم اندازه کښې خپل اورمیګ او ګردن ساتو نو له کبله یې په اورمیګ باندې زور راځي او د تاسو په یقین راشي او که نه د ډیرې مودې لپاره د دغه کار د ترسره کولو په خاطر تاسو ته د جراحۍ یعني اپریشن ضرورت پیښدلی شي .

()

د پتلون په شاته جیب کښې د بټوې کیښودل :-

که چیرې تاسو د پتلون په شاته جیب کښې د درنې یعني وزن لرونکي بټوې د لرلو عادت لرئ نو پوه شئ دغه کار په راتلونکي کښې د تاسو د زیات ملا درد سبب کیدلی شي .

دغه کار ته په عام ژبه کښې والیټ سیسیا ټیکا( sciatica Wallet) ویل کیږي .

د ښځو په پرتله سړي په دغه ناروغۍ د اخته کیدا زیات امکان لري کوم چې د زیات وخت لپاره د پتلون په شاته جیب کښې د بټوې په کیښودلو سره ګاډی چلوي چې له کبله یې د ملا په رګونو زور راځي .

د زیات وخت لپاره ددغه کار په ترسره کولو سره تاسو له دغه درد سره مخ کیدلی شئ چې له کبله د انسان د پښو په لاندې برخو او ګیټې کښې سخت درد راځي .

نو په همدې خاطر تاسو باید احتیاط وکړئ چې د کیناستلو په وخت بټوه د پتلون په مخ کښې جیب کښې کیږدوئ .

()

د زیات وخت لپاره کیناستل :-

د زیات وخت لپاره کیناستل د انسان د زر مړ کیدا احتمال زیاتوي .

د زیات وخت لپاره ناست کسان د زړه یا د کینسر له ناروغۍ سره مخ کیدلی شي .

په دې سربیره که چیرې تاسو هره ورځ دولس (۱۲) ساعته یا له دې زیات ناست یاست نو د شوګر یا د شکرې ناروغۍ امکانات اتیا (۸۰) فیصده زیاتیږي .

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي دي د جسماني تحرک نه ترسره کول په ټوله دنیا کښې د مړینې څلورم (۴) ستر دلیل دی او دغه راز جسمي فعالیت نه کول د بیلابیلو ناروغیو د رامینځته کیدا سبب هم کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه