Oct 19, 2020 11:50 Asia/Kabul
  • نوزیږی ماشوم بیا ژوندی شو او پلار یې خوشحاله شو

زمونږ خبریال وايي په بنګلادیش هیواد کښې یوه (۱) ماشوم چې مړ اعلان شوی و هغه وخت سترګې خلاصې کړې او واژړیده کله چې پلار په قبر کښې په خاورو کیښودلو .

ویل کیږي چې د بنګلادیش هیواد په پلازمینې ډاکې کښې میرمن شاهین اختر چې د اوو(۷) میاشتو اومیندواره وه له وخت څخه مخکې بچی وزیږوه او یوې (۱) ښځینه ډاکټرې دغه نو زیږی ماشوم مړ اعلان کړ او ماشوم یې  د دستانو په یوه(۱) ډبي کښې کیښود او د ماشوم پلار ته یې وویل چې هغه په نږدې هدیرې کښې خاورو ته وسپاري .

د نوزیږي ماشوم غمجن پلار قبرستان ته ورغی خو هلته د قبر بیه ډیره لوړه وه اود ماشوم پلار  یوې (۱) بلې هدیرې ته واستول شو چیرې چې هغه ته په کمه بیه قبر ملاو شو .

د قبر له کیندلو وروسته چې کله نوزیږی ماشوم قبر ته کوزول کیده چې خاورو ته وسپارل شي نو ناڅاپه د ماشوم بدن حرکت پیل کړ .

دغه غمجن او بې وزله پلار خپل نوزیږی ماشوم دوباره روغتون ته یوړه او په روغتون کښې د کټ د نه ملاویدا په سبب هغه خپل ماشوم بل روغتون ته یوړه چیرې چې د ماشوم جسمي حالت اوس له خطر څخه بهر دی .

د نوزیږي  ماشوم مور او پلار د هغه په بیا ژوندي کیدا خوشحالۍ څرګنده کړه .

 

ټیګونه

کمنټونه