Nov 24, 2020 14:51 Asia/Kabul
  • د کورونا مریض مار وچیچه او هغه ړوند شو

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د بریتانیا یو(۱) ښاریز ائن جونز کوبرا مار وچیچلو او له کبله یې هغه معذور او ړوند شو .

د انګلستان دغه ښاریز د هندوستان په شمال لویدیځې کښې له یوې خیریه موسسې سره  یوځای په کار کولو بوخت و .

د بریتانیا دغه ښاریز چې کله مار وچیچلو نو هغه روغتون ته یوړل شوی او هلته معلومه شوه چې دې په کورونا مرض هم اخته دی .

د ویلو ده چې د انګلستان ښاریز له دې مخکې هم په کورونا ویروس  ککړ شوی و خو بیا رغیدلی و او کله چې هغه مار وچیچلو نو د دوهم (۲) ځل لپاره په کورونا ناروغۍ اخته شوی و .

د انګلستان دغه ښاریز چې کله روغتون ته یوړل شو نو په جسم کښې د زهرو د خپریدا په دلیل د هغه جسمي حالت خراب شو او د هغه جسم فلج شوی او لږ شان وروسته یې سترګې هم ړندې شوې .

ډاکټرانو وویل د انګلستان ښاریز همدا اوس په روغتون کښې په ایي سي یو کښې د ژوند او مرګ له ستونزې سره مخ دی او هغه په مارچ میاشت کښې په الوتونو  باندې د بندیزونو په خاطر ونشو کولای خپل هیواد ته ولاړ شي .

 

ټیګونه