د کورونا ویروس پټ ساتلو د ټولې کورنۍ غړي ووژل
زمونږ خبریال وايي په کورونا ویروس له ککړ سړي څخه دغه ویروس نورو صحت مندو کسانو ته انتقال کیدلی شي او دغه وجه ده چې د دغه ویروس پټ ساتل خطرناک کیدلای شي .
د کورونا ویروس د پټ ساتلو نتیجه نور خلک له مرګ سره مخ کولای شي .
یوه(۱) پیښه په وینزویلا هیواد کښې رامینځته شوي ده چیرې چې یوه (۱) میرمنه په کورونا ناروغۍ ککړه شوي وه خو هغې دغه خبره پټه ساتلي وه او د خپل کور هیڅ غړی یې نه و خبر کړی چې له کبله یې د دغه ښځې د کورنۍ ټول غړي په کورونا ویروس ککړ شول او ټول مړه شول.
د وینیزویلا هیواد د «تاچیرا» ښار وسیدونکي میرمنې شپږدیرش(۳۶) کلنې «ویرونسا ګارسیا فیونټیزز» ته د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې تبه شوي وه .
دغه میرمنې د کورونا ازموینه وکړه چې مثبته اعلان شوه او هغې خپل ځان په کور کښې قرنطینه کړ.
د وینزویلا دغه میرمنې په کورونا ککړیدل له خپل خاوند او ماشومانانو څخه پټ وساتل او هغوې ته یې وویل چې ما ته یوازې زکام شوی دی .
څو ورځې وروسته د وینیزویلا د دغه میرمنې خاوند هم په کورونا ویروس ککړ شو او دواړه مړه شول .
دغه راز څو ورځې وروسته د دغه میرمنې درې(۳) بچیان هم په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه په جنورۍ میاشت کښې مړه شول .