Feb 13, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • نوی کورونا ویروس د انسان دماغو ته ننوتلی شي

زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس یعني کوویډ نولس (covid19) ناروغۍ ته د انسان د سا د اخیستلو ناروغۍ په توګه کتل کیږي خو دغه خبره هم امکان لري چې نوی کورونا ویروس د انسان دماغو ته ورننوځي .

دغه خبره په امریکا کښې په یوه(۱) طبي تحقیق کښې معلومه شوي ده .

د امریکا په ټیکساس پوهنتون کښې په دغه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې دغه خبره امکان لري چې نوی کورونا ویروس د انسان اعصابو ته ورننوځي .

د امریکا د ټیکساس پوهنتون په تحقیق کښې ویل شوي دي چې د کورونا ویروس یو() واضح علامت او نښه د انسان د بویولو او د شي د څکلو له حس څخه محرومیدل دي کوم چې نیغ په نیغه په دماغو باندې د اغیز شیندنې ښودنه کوي .

دغه راز د کورونا ویروس په ځینو ناروغانو کښې ځینې درنې اعصابي او دماغي پیچلتیاوې اعصابو ته تاوان رسولی شي .

د امریکا محققانو یو(۱) خاص لیبراتور جوړ کړی و  چې له کورونا ویروس څخه اغیزمن شوي بیلابیل ډول دماغي سیلولونه وپيژندي .

د امریکا محققانو معلومه کړه چې د اعصابو ګلیلال (glial) سیلولونه له کورونا ویروس څخه اغیزمن کیدلی شي .

له دې مخکې د انسان د اعصابو د ګلیلال سیلولونو او د نوي کورونا ویروس د اړیکې په هکله زیات تحقیقات نه وو ترسره شوي .

د امریکا محققانو وویل دغه ګلیلال دماغي سیلولونه ډیر مهم مرسته کونکي سیلولونه دي او اوس مونږ د ناروغیو په اړه د دغو سیلولونو د کړچار په هکله کار شروع کړی دی .

د امریکا محققانو وویل دغه ګلیلال سیلولونه د اعصابو د سیلولونو ترمینځ د اړیکې د ټینګولو کار کوي او یو(۱) حد رامینځته کوي او دماغ له ناروغیو او اعصابي سیلولونو له تاوان رسونکو کیمکلز(chemicals) څخه ساتي .

له دې مخکې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کښې د امریکا په جارجیا پوهنتون کښې په یوه(۱) تحقیق کښې ویل شوي و چې کورونا ویروس د سپیګمې یعني پوزې له لارې د انسان جسم ته په ورداخلیدا سره د سږو پرځاې نیغ په نیغه په دماغو سخته حمله کوي چې له کبله یې د انسان جسمي حالت خرابیږي که په سږو کښې کورونا ویروس نه وي هم .

 

ټیګونه