Feb 14, 2021 12:27 Asia/Kabul
  • کارغه له ژوبڼ څخه تښتیدلی او د نیوله هڅه یې  روانه ده

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې له یوه ژوبڼ(zoo) څخه یو(۱) کارغه د روزنې په وخت وتښتید.

د امریکا د ژوبڼ چارواکو وویل دغه کارغه ته  چې «اونکس» نومیږي د مرغانو د یوه(۱) نندرتون په وخت روزنه ورکول کیدله چې د روزنې په وخت یې الوت وکړ او وتښتید .

د امریکا د ژوبڼ چارواکو وویل د دغه تښتیدلي کارغه پیژندل اسان دي ځکه چې هغه له نورو کارغانو مختلف دی او د سینې بڼکې یې سپینې دي .

د امریکا د ژوبڼ چارواکو له خلکو غوښتي دي که چیرې چا دغه کارغه ولید نو د نیولو پرځاې دوې ته سمدستي اطلاع ورکړي .

 

ټیګونه