Feb 19, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • ژړا ډیرې مهمې ګټې لري

زمونږ خبریال وايي ګرانو لوستونکو تاسو به د دغه خبرې په وریدو سره حیران شوي یاست چي ژړا ګټې لري او د تجربو په ډاګه کړي ده، چې ژړا هم ګټه لري. نو دا چې د انسانانو ژوند له ستونزو ډک دی، تاسو به په خپل ژوند کې حتما دبېلابېلو لاملونو له امله ژړلي وي.

ژړا کول د اړیکو د پیاوړي کولو لامل کېږي.

 اورین حسون وایي چې د اروا پوهنې علم د څیړنو پر بنسټ اوښکې له ذهن څخه منفي فکرونه وینځي  او د اړیکو په پیاوړي کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

 همدارنګه د بندو دروازو تر شا ژړا دوستي او نوري اړیکې پیاوړې کوي.

یوه څېړنه چې Evolutionary Psychology (تکاملي ارواپوهنه) کې نشر شوې وه او لیکوال یي ایولوشنري بیالوجیسټ (evolutionary biologist) اورین حسون (Oren Hasson) و، ښيي چې اوښکې په مختلفو احساساتي او اجتماعي حالاتو کې د همدردۍ او کومک جذبولو وسیله ده.

د عامو خلکو په اصطلاح: زړه مو غم سپکوي. ژړا کولای شي، ستاسو طبیعت نورمال  کړي.

که مو په ذهن فشار زیات شوي وي، نو ژړا کولای شي چې د  ستاسو  ذهني فشار کم کړي.

ژړا له بدن څخه د منګنیز (manganese) منرال (طبیعت تغیرونکی منرال) له منځه وړي او دغه منرال په اوښکه کې نسبت وینې ته۳۰ ځلې زیاته ده.

یو پیژندل شوي اوښکې څیړونکی، بایو کیمیسټ (biochemist) او د ژړا  او د اوښکو د  راز  (Crying: The Mystery of Tears)  د کتاب لیکونکی ویلیم فرې (William Frey) وايي چې ذهنې فشار له منځه وړلو لپاره نورې ډیرې طریقې هم شته خو یوه يې هم د اوښکو تویولو په څیر اغیزشیندونکي نه ده.

د اوښکو په وسیله تر بل هرې کړنلارې منګنیز له بدن څخه په زیاته اندازه خارجیږي چې انسان ته د آرامتیا احساس کوي.

 

ټیګونه