Feb 21, 2021 17:05 Asia/Kabul
  • بېنډۍ د شکر درجې په کنټرول کې مرسته کولای شي

زمونږ خبریال وايي هغه کسان چې د شوګر خطرناکه ناروغي لري هر وخت اړتیا لري چې د شکر درجه کنټرول کړي.

 د شکر درجې د کنټرول په موخه د نورو بېلابېلو لارو تر څنګ یو اسانه لار دا هم ده، چې بېنډۍ څو ساعتونه په اوبو کې کېږدئ، اوروسته همغه اوبه وڅښئ.

 مثلاً: ماښام درې یا څلور خامې بېنډۍ په منځ ماتي کړئ، او په یوه ګیلاس اوبو کې یې کېږدئ، سهار له ناشتې یو ساعت مخکې همغه ګیلاس راواخلئ، بېنډۍ ترې وغورځوئ او اوبو یې وڅښئ. دې کار ته څو ورځې دوام ورکړئ، چې د شکر د درجې په کنټرول کې به درسره د پام وړ مرسته وکړي.

د یادوني وړ ده، چې دا اوبو د پښتورګو لپاره هم ګټوري ثابتي شوې دي. همدارنګه بېنډۍ ستاسو د بدن لاندې اړتیاوې پوره کوي:

کالري = ۱۲۹، اوبه = ۹۰،۱۷ ګرامه، پروتین = ۲،۰۰ ګرامه، غوړ = ۰،۱۰ ګرامه، کاربوهایدراید = ۷،۰۳ ګرامه، قند = ۱،۲ ګرامه

 

ټیګونه