Feb 21, 2021 17:37 Asia/Kabul
  • کوم شیان د انسان دماغ ځوان ساتي

زمونږ خبریال وايي د مدیترانې خوراکونه او ډوډۍ (Mediterranean diet) د انسان د وزن د کمیدا لپاره ازمویل شوي نسخه ده چې نورې ډیرې طبي ګټې یې هم په تحقیقاتو کښې معلومې شوي دي . خو اوس د امریکا ساینس پوهانو د دماغو په هکله د مدیترانې د خواړو یوه(۱) عجیبه ګټه ښودلي ده .

د امریکا د شیکاګو د رش پوهنتون د طب مرکز ساینس پوهانو وویل په ځوانۍ او زلمي توب کښې د مدیترانې خواړو د  استعمالونکو کسانو دماغ په زیات عمر کښې د نورو خلکو په نسبت ځوان پاتې کیږي او هغه خلک چې پیزا او برګر او نور اروپايي خوراکونه او خواړه استعمالوي نو په صحت باندې یې منفي اغیزونه پریوځي .

د امریکا ساینس پوهانو په دغه تحقیق کښې چې نولس سوه دریم (۱۹۷۳) میلادي کال څخه یې تر دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال پورې په پینځو زرو (۵۰۰۰) پورې کسانو باندې چې د پینځه شپیتو (۶۵) کلونو کسان پکښې شامل وو د خوراک او د ذهن په صحت باندې د هغوې د منفي اغیزونو په هکله غور وکړ او په خپلو نتیجو کښې یې وویل هغه خلک چې مدیترانه خوراکونه کوي د هغوې دماغ تر شپږو (۶) کلونو پورې ځوان وي د هغو خلکو په اپوته چې پیزا ، برګر او نور اروپايي خوراکونه کوي چې دماغ یې په ګړندي توب سره بوډا شول .

د تحقیقاتي ډلې مشر او اسیسټنټ پروفیسر ډاکټر پوجا اګروال وویل د مدیترانې خوراک چې زیاته برخه یې میوه ، سبزیانې ، کبان او میوې دي د انسان په صحت سربیره د هغوې په دماغو باندې ډیر مثبت اغیزونه شیندي .

که چیرې له دوې سره یوځاې سره غوښه ، برګر ، پيزا ، میټهايي وغیره وخوړل شي نو د مدیترانې د خوراکو ګټې له مینځه ځي .

 

ټیګونه