Apr 18, 2021 14:34 Asia/Kabul
  • زمري د چا دوستان نشي کیدلی

زمونږ خبریال وايي عربستان کښې یوه ډیره خواشینونکي پیښه رامینځته شوه او هغه دا چې یوه (۱) زمري خپل مالک وواژه .

د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې یوه(۱)ځوان په خپل کور کښې یو(۱) زمری ساته او نوموړي سړي دغه شیر له پنجرې یعني قفس څخه خلاص کړی و چې شیر ورباندې حمله وکړه او هغه یې وواژه .

د زمري په حمله کښې مالک په ټپه ووژل شو او پولیس د پیښې ځای ته ورغلل او په ډزو سره یې زمری وواژه .

د زمري عمر کابو څلور (۴) کاله و .

 

ټیګونه